نيب لاهور چوهدري پرويز الاهي ته د جولائي په شپږمه د ګجرات په پرمختيائي منصوبو کښې د کرپشن په اړه جواب طلب کړی او د جيل سپرنټنډنټ له لارې جواب جمع کولو هدايات شوي دي.

0
95

باغي ټي وي رپورټ

د ذرائعو ترمخه نيب لاهور چوهدري پرويز الهي نه د کرپشن په اړه جواب طلب کړي او د نيب مشترکه تحقيقاتي ټيم ته ئي په شپږم جولائي جواب جمع کولو هدايات کړي دي۔

دسرچينو له مخې په پرويز الاهي تور دى چې په کال 2022-23م کې په ګجرات ډويژن کې د اربونو روپو پرمختيائي کارونو منظوري ورکړې شوې وه چې پکې د 23 ارب 42 کروړه روپو څخه زياتو پرمختيائي پروژو کې درغلي شوې وه.

سرچينې زياته کړې چې په بې نظميو کې د مونس الهي پرسنل سيکرټري سهيل اعوان د لاس لرلو شواهد هم ترلاسه شوي دي.

Leave a reply