په سویډن کې د قران کریم د سپکاوي په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا بیړنۍ غونډه راوبلل شوه

باغي ټي وي رپورټ
جنیوا: په سویډن کې د قران کریم د سپکاوي په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا بیړنۍ غونډه راوبلل شوه.د بشري حقونو د شورا د ویاند په وینا دغه بېړنۍ غونډه د پاکستان په غوښتنه رابلل شوې ده.
وياند وايي، د مذهبي نفرت په اړه غونډه به ښايي د روانې اونۍ په پای کې جوړه شي.تيره ورځ د وفاقي كابينې غونډې ته په خطاب كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د سويډن حكومت دې د قرآن كريم د بې حرمتي نوټس واخلي او د مجرمانو په ضد دې كاروائي وكړي۔
وزيراعظم ووئيل ټول ملت په سويډن كښې د قرآن كريم د بې حرمتي غندنه كوي۔
د يادونې وړ ده، چې د لوى اختر په ورځ د سويډن د پلازمېنې ستاکهولم د جومات بهر د قران کريم د سوځولو او بې حرمتۍ پېښه شوې وه.
د يو بهرني خبري اژانس له مخې د ستاکهولم پوليسو څو څو ځله عراقي وګړي ته د قرآن پاک د سوځولو اجازه ورنه کړه، خو ځايي محکمې د پوليسو پرېکړه د بيان د ازادۍ خلاف اعلان کړه.ځايي پوليسو ښاريانو ته د اختر په ورځ د ښار له مرکزي جامع جومات څخه بهر د مظاهرې اجازه ورکړه، چې وروسته تورنو کسانو قران کريم ته اور ورته کړ او د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب بې حرمتي يې وکړه.






