جعلي ډګري کیس، د ګلګت عدالت د ګلګت بلتستان وزیراعلی خالد خورشید نااهله ګرځولی دی

باغي ټي وي رپورټ
د ګلګت عدالت د ګلګت بلتستان وزیراعلی خالد خورشید نااهله ګرځولی دی.
د ګلګت عدالت د تحريک انصاف سره تعلق لرونکې وزيراعلي خالد خورشيد د جعلي درجې کيس کښې نااهله ګرځولې دې۔
د خالد خورشید په مقابل کې د پیپلز پارټۍ عبدالحمید او د (ن) لیگ رانا فرمان علي د خالد خورشید درجې الیکشن کمیشن کې چیلنج کړې وې چې په اړه یې چیف الیکشن کمشنر وزیراعلی ته نوټس جاري کړی وو.وزيراعلي ګلګت د الېکشن کمېشن نوټس په عدالت کښې چيلنج کړے وو چې پکښې د چيف جسټس چيف جسټس د دريو ججانو مشتمله بنچ جوړ کړے دے کوم چې تيره ورځ د کيس سماعت کوي۔
د ګلګت بلتستان د وزيراعلي سند د لندن څخه و او د جي بي بار کونسل لخوا ورته د وکالت جواز جاري شوی و خو د لندن پوهنتون لخوا د سند تصديق نه دی شوی.د جسټس عنایت، جسټس جوهر او جسټس مشتاق په مشتمل درې کسيزه بنچ تيره ورځ د مقدمې اورېدنه وکړه چې پکښې د هائير ايجوکيشن کميشن، جي بي بار کونسل او د جي بي حکومت پشمول شپږ اړخونه شامل وو په کومه کښې چې سينئر وکيلانو د عدالت سره مرسته کوله۔ نن د اوریدنې بشپړولو وروسته لنډه وقفه واخیستله.
وروسته عدالت د جي بي وزيراعلي خالد خورشيد نااهله اعلان کړ.