د سندهه صوپې په تهرپارکر کښې د لوږې څخه د ماشومانو د مړینې لړۍ دوام لري ، د خوارځواکۍ او بېلابېلو ناروغیو له امله ۷ نور ماشومان مړه شوي دي

باغي ټي وي رپورټ
د سندهه صوپې په تهرپارکر کښې د لوږې څخه د ماشومانو د مړینې لړۍ دوام لري ، د خوارځواکۍ او بېلابېلو ناروغیو له امله ۷ نور ماشومان مړه شوي دي.
د تهرپارکر د صحت محکمي تائيد کړې ده چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په سول هسپتال مٺي کې د خوارځواکۍ او مختلفو ناروغیو له وجې ۷ ماشومان مړه شوي دي.د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په وژل شویو کې له نویو زیږیدلو څخه تر پنځو کلونو پورې ماشومان هم شامل دي.
د وژل شوو ماشومانو تعلق د تهرپارکر له کلیوالو سیمو سره دی، چې سږ کال د مړو شویو ماشومانو شمېر ۴۳۵ ته رسېدلی دی.