د احصایې ادارې د جون لپاره د انفلاسیون ارقام خپاره کړل.

0
108

باغي ټي وي رپورټ

د معلوماتو له مخې، د انفلاسیون کچه د 2023 په جون کې 29.4 سلنه وه چې په می کې 38 سلنه ثبت شوې وه، په داسې حال کې چې د جولای څخه تر جون پورې د انفلاسیون منځنۍ کچه 29.18 سلنه وه.

د احصایې ادارې ویلي چې د کال 2023 په جون کې د انفلاسیون کچه په ښارونو کې 27.3 سلنه او په کلیوالو سیمو کې 32.4 سلنه وه.

د احصایې د ادارې د معلوماتو له مخې، په تېره یوه میاشت کې چرګ، کچالو، شیدې، لبنیات او وريجې ګرانې شوې، په داسې حال کې چې هګۍ، سابه او اوړه ارزانه شوي دي.

په یو کال کې د وريجو بیه ۷۳٪، کچالو ۶۵٪، غنم ۶۲٪، د درسي کتابونو ۱۱۴٪، د سټیشنریو ۶۸،۵٪، د ګازو بیه ۶۲،۸٪ او د کورنیو توکو ۴۰٪ لوړه شوې ده.

د خزانې وزير هېواد ته د انفلاسيون په کمېدو مبارکي ورکړه
بل اړخ ته د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د جون په مياشت كښې د افراط زر په شرح كښې 9 فيصده كمې كولو له امله اولس ته مباركي وركړې ده۔

هغه وویل چې د احصایې د انسټیټیوټ له مخې د انفلاسیون کچه 29 فیصده ته رسیدلې، د انفلاسیون کچه د 2023 په جون کې 29.4 فیصده وه او د 2023 په می کې د انفلاسیون کچه د جون په پرتله 38 فیصده وه.هغه وويل چې په ازاد بازار کې د روپۍ په مقابل کې ډالر له ٢٧٠ څخه تر ٢٧٢ روپو پورې دى.

Leave a reply