د اقتصاد د درجه بندۍ نړيوال سازمان موډيز د پاکستان او IMF تر منځ د درې مليارده ډالرو د سټنډرډ د تړون په اړه يو بيان خپور کړی دی.

0
75

باغي ټي وي رپورټ

موډيز وايي، له IMF سره د تمویل تړون به د پاکستان مالي ظرفیت یو څه ښه کړي، خو د پیسو نړیوال صندوق تمویل به پاکستان ته د مرستو ترلاسه کولو لاره هواره کړي.

د موډیز په وینا، دا په یقین سره نه شي ویل کیدی چې پاکستان به د IMF له لارې درې ملیارده ډالر مرسته ترلاسه کړي.

موډيز ویلي دي چې پاکستان باید د اوږدمهاله ثبات لپاره اصلاحات او عایدات زیات کړي.

د موډيز په وينا، په نږدې راتلونکي کې به د پاکستان اقتصادي چارې اغېزمنې شي، د سود لوړه کچه او انفلاسيون او دولتي لګښتونه به پر پانګونې اغېز وکړي، د پاکستان د بهرنيو پورونو تاديه به هم لوړه پاتې شي.

ياده دي وي چي د جون په 30مه نيټه د پاکستان او آئي ايم ايف ترمينځه د عملې په کچه يو معاهده شوي وه چي پکښي د دري اربه ډالرو په ارزښت د اسټينډ باي انتظامات معاهده ده۔ د آئي ایم ایف بیان ترمخه دغه معاهده به په پاکستان باندی خارجی تادیاتو باندی فشار کموی او دا معاهده به د اجتماعی سکتور لپاره د فنډونو برابرولو ته وده ورکړی او د معاهدې لاندی به د پاکستان مالیات زیات کړی.

بیان کې ویل شوي چې د ټېکس په عوایدو کې زیاتوالي سره به د عامه پرمختګ لپاره فنډونه زیات شي، دا تړون به په پاکستان کې د مالي ډسپلین لامل شي او دغه تړون به د بازار په نرخونو کې د تبادلې نرخ ټاکلو په وخت کې د انرژۍ اصلاحات یقیني کړي.

Leave a reply