د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت په جناح هاؤس کې د اور لګېدنې او ورانکارۍ په مقدمه کې نیول شوې خدیجه شاه په جوډيشل ریمانډ کې د مې په نهمه نېټه د ۱۴ ورځو لپاره اضافه کړې ده.

0
86

باغي ټي وي رپورټ

د جوډيشل ريمانډ ختميدو نه پس خديجه شاه عدالت ته وړاندې کړے شو چرته چې د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت جج ابهر ګل خان د خديجه شاه کيس سماعت اوکړو۔

عدالت دلائل اوريدو وروستو د خديجه شاه جوډيشل ريمانډ 14 ورځو پورې غځولى اؤ هغې ته يې دجولائي په 17مه پيش کولو حکم کړى دى.

بلخوا عدالت پوليسو ته د مقدمې چالان وړاندې کولو حکم هم ورکړے دے۔ خدیجه شاه ولې ونیول شوه؟

ياده دې وي چې خديجه شاه د لاهور په جناح هاؤس کې د اور اچولو په مقدمه کې نيول شوې وه او دا مهال په کوټ لکپت جيل کې بندي ده.

خدیجه شاه د پاکستان د پوځ د پخواني مشر جنرال اصف نواز جنجوعه لمسی او د مالیې د پخواني سلاکار سلمان شاه لور ده.

تېره مياشت د امريکا د کونسلګرۍ استازي له خديجې شاه سره د لاهور په کوټ لکپت جيل کې وليدل.

له خدیجې شاه سره د امریکا د قونسلګرۍ د استازي لیدنه شاوخوا یو ساعت روانه وه چې په ترڅ کې یې د خدیجې شاه د خلاصون اړوند حقوقي اړخونه وڅیړل شول.

Leave a reply