د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) اجرایوي بورډ به د جولای په 12 مه غونډه کوي چې د پاکستان د پور تړون تصویب کړي.

باغي ټي وي رپورټ
د IMF د چارواکو په وینا، د پور لومړی قسط به د اجراییوي بورډ له تصویب وروسته پاکستان ته ورکړل شي.
د پیسو نړیوال صندوق چارواکي وايي چې پاکستان ته د ورکړل شوې لومړۍ قسط اندازه به یو اعشاریه یو (۱.۱) میلیارده ډالره وي.
ياده دي وي چي د جون په 30مه نيټه د پاکستان او آئي ايم ايف ترمينځه د عملې په کچه يو معاهده شوي وه چي پکښي د دري اربه ډالرو په ارزښت د اسټينډ باي انتظامات معاهده ده۔
د آئي ایم ایف بیان ترمخه دغه معاهده به په پاکستان باندی خارجی تادیاتو باندی فشار کموی او دا معاهده به د اجتماعی سکتور لپاره د فنډونو برابرولو ته وده ورکړی او د معاهدې لاندی به د پاکستان مالیات زیات کړی.
بیان کې ویل شوي چې د ټېکس په عوایدو کې زیاتوالي سره به د عامه پرمختګ لپاره فنډونه زیات شي، دا تړون به په پاکستان کې د مالي ډسپلین لامل شي او دغه تړون به د بازار په نرخونو کې د تبادلې نرخ ټاکلو په وخت کې د انرژۍ اصلاحات یقیني کړي.






