د پاکستان د ثبات ګوند مشر جهانګير ترين هېواد ته له ستنېدو وروسته په ټول هېواد کې سياسي رابطې پياوړې کړې دي.
باغي ټي وي رپورټ
دسرچينو ترمخه دپنجاب داسمبلۍ د٣٠ؤ څخه زيات پخواني غړي به دجمه گير ترين دسياسي اړيکو څخه وروستو دپاکستان ثبات ګوند سره يوځاى شي.
سرچينې وائي چې جهانګير ترين اؤ عليم خان به په راتلونکو څو ورځو کې په لاهور، اسلام اباد اؤ کراچۍ کې ليدنې کوي اؤ دپارټۍ قيادت دخيبرپښتونخوا له سترو سياسي شخصيتونو سره هم تماسونه نيولي دي.
د سرچينو ترمخه په اليکشن کميشن کې به دپارټۍ رجسټريشن هم روانه هفته مکمل کولى شي، دجهانگير ترين اؤ عليم خان تر منظورۍ وروستو به درخواست اليکشن کميشن ته جمع کړل شي.
سرچینه زیاتوي، چې د ثبات پاکستان ګوند مشرتابه هم پرېکړه کړې، چې د غړیتوب کمپاین په پراخه کچه پیل کړي.
په استحکام پاکستان ګوند کې کوم لوی نومونه شامل دي؟
د پاکستان ثبات ګوند کې د پي ټي آئي پخواني مشران علي زیدي، فواد چوهدري، عامر کیاني، عمران اسماعیل، فردوس عاشق اعوان، محمود مولوي او مراد راس شامل دي.