راتلونکې کال حج به په ډالرو کښې وي، ماته علم نشته چې صدر پاکستان سره څومره کسان حج ته تللي وو: د مذهبي چارو وزیر طلحه محمود

0
239

باغي ټي وي رپورټ
د مذهبي چارو وفاقي وزير سېنېټر طلحه محمود وئيلي دي چې په کال 2024ء کې د حج لپاره د 179 زره 210 حاجيانو کوټه راوړل شوې ده او راتلونکي کال به حج په پاکستانۍ کرنسۍ نه بلکې په ډالرو کښې وي.
اسلام اباد کې دخبرو اترو په مهال سينيټر طلحه محمود وويل دزيارت په ورځ يو لک 60 زره پاکستانيانو حج ادا کړى اؤ سعودي حکومت دحج په موقع د نړۍ مسلمانانو حاجیانو لپاره ښه انتظامات کړي وو.
هغه اوویل چې د پاکستاني حاجيانو له هوټلونو ی هم ليدنه وکړه او د حاجیانو حالات او دوی لپاره سهولتونو ی نزدې څخه وکتل.
هغه زياته کړه، چې د حج د فريضې د ادا کولو پر مهال بل هېواد ته د مداخلې اجازه نه وه خو چې ترڅه حده پاکستان ته اجازه وه نو د پاکستاني حاجیانو مدد ی کړې دې. وفاقي وزير وويل په کال 2024ء کې يې د حج لپاره د 179210 حاجيانو کوټه راوړې ده، نوموړي زیاته کړه چې راتلونکي کال به حج په ډالرو کيږي او دا به په پاکستاني پيسو نه وي.
هغه وويل، چې ماته د شاهي مېلمه په توګه د حج فريضه ورکړل شوې وه، خو د عامو خلکو په څېر مې د حج فريضه ادا کړه، ما هم د ټولو هغو ستونزو په اړه خبرې وکړې، چې يو عام حاجي ترې تېرېږي، هغه زیاته کړه چې د ټولو ستونزو په اړه ی سعودي چارواکي خبر کړل او سعودی چارواکو ددې ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
طلحه محمود وايي، نه يې چا ته په وړيا توګه د حج کولو اجازه ورکړې او نه به هم چا ته په وړيا توګه د حج کولو اجازه ورکړي، هغه اوویل چېد وزیر په توګه ی د حج لګښتونه جمع کړل، د پاکستاني حاجیانو سره پاتې شول او د حج فریضه یې ترسره کړه، په ټولیزه توګه حاجیانو خوښي څرګنده کړه.ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل زه نه پوهيږم چې دصدر عارف علوي سره څومره خلک حج ته تللي دي، دپاکستان دصدراعظم حج زما له وزارت سره هيڅ تعلق نۀ لري.

Leave a reply