لنډي کوتل کښې د دو ګروپونو ترمینځ نښته شوې، ۱۴ څوارلس کسان ټپیان شوي

0
134

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کښې د دو خاندانونو ترمینځ نښته شوېې، ویل کیږي چې ددې کسانو ترمینځ د زمکې شخړه وه.
د سرچینو ترمخه د میردادخیلو سیدګي سیمه کښې د زرملي شاه او رازق خان خاندان ترمینځ د ډیر وخت راهسې د زمکې شخړه وه چې نن د دو ګروپوننو ترمینځ د نښتې لامل شول.
د سرچینو ترمخه ۱۴ کسان ټپیان شول، سرچینې وایی چې څه ټپیان د سخت ټپي کیدول له وجهې پیښور روغتون ته لیږل شوي دي.
سرچیني وایی چې ځایی مشرانو د دو خاندانونو ترمینځ د امن تیګه کیښودې او دواړه اړخونه ی په دې پابند کړي دي چې دوی به په امن سره ژوند کوي او که څوک سرغړونه وکړی نو لس لک روپۍ به جرمانه کیږي.
د لنډي کوتل پولیس سټیش ایس ایچ او ابراهیم رسنیو ته ویلی دي چې د دواړه خاندانونو نه ی ټول ۱۰ کسان نیولي دي.

Leave a reply