د موسمياتو محکمي د مونسون سيسټم ترمخه سبا نه په ټول ملک کښي د سختو بارانونو او ږلۍ وړاندوينه کړي ده۔

باغی ټي وي رپورټ
د موسمیاتو محکمی وینا ده چی د عربی بحیری نه مرطوب هوا د ملک لوړو سیمو ته داخلیږی چی له وجی به په ټول ملک کښي د جولائی د 3 نه تر 8م جولائی پوری د مون سون باران شروع کیدو امکان دی.
د موسمياتو محکمي چارواکو وئيلي دي چي د جولائي د 3 نه تر 8 پوري اسلام آباد، راولپنډئ، مري او ګليټ کښي د تيز باران او ږلۍ امکان دے او د جولائي تر پنځمي نيټې پوري بارکان، لسبيله، ډي آئي خان او ملتان کښي د باران امکان دے 8. کیدای شي باران وي.
د چارواکو په وینا، د جولای په اوومه او اتمه په سکر، جیکب آباد، تخته، عمرکوټ او حیدراباد کې د باران امکان دی.
د موسمياتو محکمي چارواکي وائي چې د جولائي د څلورمې نه تر اوومې نيټې پورې په راولپنډۍ او اسلام اباد کې د بارانونو له وجې د ښاري سيلابونو امکان شته او د کشمير او ګلګت بلتستان په غرنيو سيمو کې د زمکې د ښوئيدو امکان هم شته. د دې نه علاوه ډي آئي خان کښې د شپږمې نه تر اتمې جولائي پورې د سخت باران له وجې د سيلابي صورتحال ويره ده۔
د هوا پېژندنې ادارې له مخې د باد او تندر سره باران کېدی شي کمزورې انفراسټرکچر ته زيان ورسوي، د ښاري سېلابونو، ځمکښويېدنې او سېلابونو وېرې ته په پام سره سيلانيانو او اړوندو ادارو ته هم د احتياط کولو هدايات ورکړل شوي دي.