فیډرل بورډ آف ریونیو (ایف بی آر) د انکم ټیکس ریټرنز جمع کولو نیټه جاري کړې ده.

0
207

باغی ټي وي رپورټ

دسرچينو ترمخه ايف بي آر د تير مالي کال هدف ترلاسه کولو کې ناکامه شو او ادارې د 27 جون 2023ء پورې 7 زره 144 اربه روپۍ ټيکسونه راټول کړل په داسې حال کې چې د روان مالي کال لپاره د ايف بي آر د ټيکس هدف 7 زره 640 اربه ؤ. روپۍ..

سرچينې وائي چې ايف بي آر د ټاکل شوي هدف په پرتله د 496 اربه روپو کمه ټيکس راټول کړي دي.

د سرچينو له مخې ايف بي آر د روان مالي کال لپاره د ټيکس ريټرن جمع کولو لپاره 9600 اربه روپۍ هدف ټاکلى دى.

ايف بي آر د مالي کال 2023-24 لپاره د ټيکس هدف ترلاسه کولو لپاره ګامونه پورته کړي او د انکم ټيکس ريټرنز جمع کولو نيټه هم اعلان کړې ده.

د فیډرل بورډ آف ریونیو له مخې د انکم ټېکس ریټرنز جمع کولو عمل به د جولائي په دریمه نیټه پیل شي او د ټیکس ریټرنز جمع کولو وروستۍ نیټه به د ستمبر 30مه ده.

Leave a reply