د بین الصوبايي همغږۍ وزارت یو ځل بیا د پاکستان کرکټ بورډ د مدیریتي کمیټې د دورې د ریکارډ توضیحات غوښتي دي.

0
197

باغی ټي وي رپورټ

په دې لړ کښې د بين الصوبائي رابطې وزارت د پي سي بي چيف آپرېټينګ افسر سلمان نصير ته يو يادګاري خط استولې دې۔

خط کښې وئيلي شوي چې د پي سي بي بورډ آف ګورنر کښې د تقررۍ په اړه دې د څانګو او علاقو تفصيلات ورکړي شي، د پي سي بي منيجمنټ کميټي دې هم د کوچز، معاهدې او مستقل تقرري تفصيلات وړاندې کړي۔

خط کې غوښتنه شوې چې د پي سي بي منيجمنټ کميټۍ د دورې په مهال د لګښتونو ټول ريکارډونه دې يقيني کړل شي او د منيجمنټ کميټۍ د غړو لخوا د شوي لګښتونو تفصيل هم وړاندې کړل شي.

خط کښې دا هم وئيلي شوي دي چې د پي سي بي انتظامي کميټۍ دورې کښې د معاهدو تفصيلات وړاندې کړي۔

خط کې پوښتنه شوې چې د پی سی بی انتظامی کمیټې په دوره کې د کوچز او چارواکو په ضد څومره انکوائرۍ ختمې شوې.

د بین الصوبايي همغږۍ وزارت پی سی بی ته لارښوونه کړې چې د جولای تر 4 پورې ټول ریکارډونه چمتو کړي.

دسرچينو له مخې دصوبائي رابطې وزارت ددغه خط يوه کاپي وزيراعظم دفتر ته هم استولې ده.

سرچینې په دې اړه وايي، چې د بین الصوبايي همغږۍ وزارت د غیر ضروري لګښتونو په اړه د شکایتونو د ثبت غوښتنه کړې ده.

Leave a reply