د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (PIA) د حج نه وروسته عملیات به د دوشنبې په ورځ پیل شي. د حج نه وروسته د عملیاتو په لړ کې د PIA لومړۍ الوتنه به نن ماسپښین له سعودي عربستان څخه د حاجیانو په لیږد کې پیل شي.

باغی ټي وي رپورټ
د پي آئي اے وياند وئيلي دي چي د حج نه پس به اپريشن د جولائي په دوهمه نيټه شروع او د اګست تر دوهمي نيټې پوري به جاري وي۔د حج نه پس د اپريشن په لړ كښې به د جدې نه اولنۍ الوتكه پي جي 832 به د ګل په ورځ ماسپښين 3:35 بجې كراچۍ ائيرپورټ ته رارسيږي چرته به چې د پي آئي اے چيف آپرېشن كوي۔ افسر امان الله قريشي به د کراچۍ په هوايي ډګر د حاجيانو هرکلي کوي.
د قومي ايئر لائن پي آئي اے د حج نه پس اولني پرواز به د ماسپښين په 3:30 بجو د اسلام آباد ائيرپورټ ته رارسيږي، سي اي او ائير وائس مارشل عامر حيات به د حج هرکلے لپاره موجود وي او د حج نه پس اولني پرواز به سبا د جولائي په 2مه نيټه د لاهور په ائيرپورټ باندي لينډ کوي۔ په 3:20 بجو
د وياند له مخې پي آئي اے به د 268 الوتنو په ذريعه 61,467 حاجيان سعودي عرب څخه پاکستان ته رسوي، 41,000 د حکومتي سکیم او 19,000 د شخصي سکیم حاجیان به پاکستان ته راځي.
ياده دي وي چي د پي آئي اے د حج نه مخکي عمليات د مئ په ٢١مه نيټه شروع شوي وو او د جون تر ٢٢مي نيټې پوري به جاري وي۔
وياند ووئيل چې پي آئي اے به د سعودي عرب نه حاجيان د كراچۍ، اسلام آباد، لاهور ملتان، فيصل آباد، سيالكوټ او پېښور هوايي ډګرونو ته ولېږدوي او حاجيان به د سکر، رحيم يار خان او كوئټې هوايي ډګرونو ته هم ولېږي.






