دخيبرپښتونخوا په ټانک ضلع او شمالي وزيرستان کې امنيتي ځواکونو شپږ ترهګر وژلي دي

0
119

باغی ټي وي رپورټ
دخيبرپښتونخوا په ټانک ضلع او شمالي وزيرستان کې امنيتي ځواکونو شپږ تندلاري وژلي دي.

د آئي ايس پي آر ترمخه د جون په ٢٩مه او ٣٠مه شپه د ټانک په منزئي سيمه کې د امنيتي ځواکونو او ترهګرو ترمينځ د ډزو تبادله شوې وه چې پکښې امنيتي ځواکونو درې ترهګر وژلي وو.
د آئي ايس پي آر ترمخه د سکيورټي فورسز کارروائيو په مهال د وژل شوؤ ترهګرو نه وسله او بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي۔
بل لوري ته دشمالي وزيرستان په رزمک سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمينځ نښته شوې چې پکې امنيتي ځواکونو درې تندلاري وژلي، وژل شوؤ ترهګرو دامنيتي ځواکونو په ضد په ترهګريزو فعاليتونو اؤ دبې ګناه ملکي وګړو په وژنه کې لاس درلود.

ISPR وايي چې د سيمې اوسېدونکو د عملياتو ستاينه کړې او د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې يې د پوره همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

Leave a reply