سیکوریټي فورس د دهشت ګردې کوشش ناکام کړې

This photograph taken on July 9, 2014 shows a Pakistani soldier patrol during a military operation against Taliban militants, in the main town of Miranshah in North Waziristan. Pakistan's military says its anti-militant offensive in a northwestern tribal area has now taken control of 80 percent of a strategic town, as a US drone strike on July 10 killed six suspected insurgents. AFP PHOTO/Aamir QURESHI
باغي ټي وي رپورټ
پاک افغان بارډر سره نزدې په میرانشاه سیمه کښې د پاکستان سیکوریټي فورس د دهشت ګردې یو کوشش ناکام کړې، نامعلومه کسانو د خیسور په سیمه کښې د یو سرک په غاړه چاودیدونکې مواد ځای په ځای کړي وو.
د ضم قبایلی علاقه وزیرستان یو صحافی صفدر داوړ یو خبر خپور کړې چې وای چې د سرکاری چارواکو مطابق نامعلومه کسانو د میرعلی علاقه خیسور روډ باندې ۲ دوه آي ډي بمونه ایښي وو.
د سرکاري سرچینو مطابق چې څه وخت ددې اطلاع سیکوریټي فورس ته ورسیده نو سمدستي دې ځای ته لاړل او دا چاودیدونکي مواد ی ناکاره کړل.
یاده دې وې چې د ډان ورځپانړې کال ۲۰۱۵ ،۱۰ اپریل یو رپورټ مطابق د پاکستان سیکوریټي فورس دا اعلان کړې وو چې دا علاقي ی د دهشت ګردو نه پاکې کړي او وس د حکومت او قانون په کنټرول کښې راغلي دي. یاده دې وي چې سیکوریټي فورس په دې علاقو کښې د دهشت ګردو خلاف د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړې وو چې بیا وروسته سیکوریټي فورس اعلان وکړې چې دا علاقه ی د دهشت ګردو نه صفا کړې.
وزیرستان پاک افغان بارډر سره نزدې سیمه ده چې هم ددې پاکستان سیکوریټی فورس د اپریشن نه پس په دې علاقو کښې امن راغلي او دا علاقې د دهشت ګردو نه صفا کړې شوي دي.





