د انساني پرمختګ لپاره د قامي کمېشن (اېن اېچ ډي) چيئرمېن كرنل ريټايرډ اميرالله مروت له خپلې دندې لرې كړے شوے

0
149

باغی ټي وی رپورټ
د انساني پرمختګ لپاره د قامي کمېشن (اېن اېچ ډي) چيئرمېن كرنل ريټايرډ اميرالله مروت له خپلې دندې لرې كړے شوے۔

قائم مقام صدر صادق سنجرانی د این سی ایچ ډي د چیئرمېن د لرې کولو منظوري ورکړې ده. صادق سنجرانی د این سی ایچ ډی چیئرمېن د لرې کولو په سمری دستخط کړی دی.
له دې وړاندې حکومت دوه ځله د اين سي ايچ ډي چيئرمېن د لرې کولو سمري صدر عارف علوي ته لېږلې وه خو صدر عارف علوي د کرنل ريټائرډ اميرالله مروت د څوکۍ نه نه وو لرې کړې. ياده دي وي چي کرنل ريټائرډ اميرالله په کال 2019 کښي د 5 کالو لپاره د اين ايچ ډي چيئرمېن په توګه ټاکلې شوې وو، هغه د تحريک انصاف په ټکټ د قومي اسمبلۍ غړې هم پاتې شوې دې۔

سمري کې ويل شوي چې کرنل ريټايرډ اميرالله مروت د خپل ګوند د سياسي مقاصدو لپاره خپل دفتر استعمال کړی او په سوشل ميډيا يې د رياستي ادارو په ضد توهين کوونکي مواد هم پوسټ کړي دي.

Leave a reply