د مالیې وزارت هیله مند دی چې د پیسو نړیوال صندوق (IMF) سره د اسټاف لیول هوکړه وکړي
باغی ټي وي رپورټ
د مالیې وزارت هیله مند دی چې د پیسو نړیوال صندوق (IMF) سره د اسټاف لیول هوکړه وکړي.
سرچينې وايي د سټنډرډ انتظام لاندې د آئي ايم ايف څخه د 2.6 اربه ډالرو ترلاسه کولو امکان شته، پاکستان دغه رقم په قسطونو ترلاسه کولى شي، د پاکستان او آئي ايم ايف ترمينځ معامله په اصولي توگه هواره شوې ده.حکام وزارت خزانہ کا کہنا ہے کہ اگلے ایک دو روز تک آئی ایم ایف کی جانب سے تصدیق متوقع ہے، آئی ایم ایف سے اسٹاف لیول معاہدے کیلئے تمام شرائط پوری کردی ہیں۔
دسرچينو له مخې پاکستان دخپلې کوټې څخه دوه نيم اربه ډالره اخستلى شي، پاکستان ته د ائي ايم ايف د قرضې پروگرام ختميدو ته يواځې دوه ورځې پاتې دي، که چرې غونډه ترسره نۀ شي نو دغه پروگرام دې شپږ مياشتې وغځول شي. د سټنډرډ تړون حجم باید 3.5 ملیارد ډالرو ته لوړ شي.
سرچینې وايي، تمه ده چې پاکستان په راتلونکو څو ورځو کې له متحده عربي اماراتو (UAE) څخه یو میلیارد ډالر او د جولای په میاشت کې له سعودي عربستان څخه دوه ملیارده ډالر نور ترلاسه کړي.بل لوري ته په پاکستان کې د IMF مشن مشر ناتن پورټر وئيلي دي چې پاکستان سره يوې هوکړې ته رسيدو لپاره خبرې اترې روانې دي، پاکستان د قرضې پروگرام بحالۍ لپاره په بجټ کې پرېکنده گامونه اخستي دي.
تيره ورځ وزيراعظم شهباز شريف وئيلي وو چي د آئي ايم ايف سره په يو دوه ورځو کښي د معاهدې په اړه د فيصلې امکان شته۔