د پاکستان وزیراعظم او د فوځ سرلښکر لوی اختر د فوځ سرتیرو سره ونمانځل

0
224

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د پاکستان د پوځ له سرتېرو سره د اختر لمانځلو لپاره د پاک افغان پولې پاړه چنار ته رسېدلی دی.

وزيراعظم شهباز شريف سره د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منير هم ملګرى دى کوم چې پاراچنار ته د پوځيانو سره د اختر نمانځلو لپاره رسيدلى دى. لومړی وزیر او د پوځ مشر به د اختر ورځ له سرتېرو سره تېره کړي.
پاړه چنار ته په رسېدو وزیراعظم شهباز شریف د ځوانانو د لوړو حوصلې ستاینه وکړه.

وزيراعظم سره ددوي نه علاوه وفاقي وزيران اسحاق ډار، مريم اورنګزيب او خواجه آصف هم وو. د پاکستان وزیراعظم او آرمی چیف د پاکستان فوځ ځوانان حوصلې لوړې کړې او ددوی ستاینه ی وکړه . د پاک فوځ ځوانان د هیواد دې لوړ پوړو چارواکو ته ستړي مشی اوویل او دوی ته ی سلامي وړاندې کړه.

Leave a reply