د ریونیو فیډرل بورډ (ایف بی آر) د روان مالي کال لپاره د ټیکس هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغلی.

0
187

باغي ټي وي رپورټ

دسرچينو ترمخه ايف بي آر تر 27 جون 2023ء پورې 7 زره 144 اربه روپۍ ټيکسونه جمع کړي دي په داسې حال کې چې د روان مالي کال لپاره د ايف بي آر د ټيکس هدف 7 زره 640 اربه روپۍ ؤ.

سرچينې وايي، ايف بي آر د هدف په پرتله د 496 اربه روپو کم ټيکس ترلاسه کولو توان لري، د ټېکس هدف ترلاسه کولو لپاره په فبرورۍ کې د 200 اربه روپو منی بجټ راوړل شوی و.

دسرچينو له مخې د نويو اقداماتو له مخې د سيلز ټيکس کچه ١٨ فيصده او په ټولو وارداتي لگژري څيزونو باندې د سيلز ټيکس ٢٥ فيصدو ته لوړ کړل شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې پر وارداتو د محدوديتونو او د اقتصادي وضعيت د خرابوالي له امله د مالياتو په راټولولو کې کموالى راغلى، چې په دې مالي کال کې د مالياتو په راټولولو کې ١٩ سلنه زياتوالى راغلى دى.

Leave a reply