د پاکستان د پیپلز ګوند د مشر او د پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني په کور کې اور لګېدلی دی.
باغي ټي وي رپورټ
د ریسکیو چارواکو په وینا، اور تر کنټرول لاندې راغلی، په ۲ خونو کې مالونه سوځېدلي، د اور له امله چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
د ګيلاني هاؤس وياند وايي د واپډا مامورين د ګيلاني هاؤس نه بهر پول باندې کار کولو چې ناڅاپه د خوب خونې او ډرائينګ روم کښې اور ولګېدو۔
د ترجمان په وینا د مین سویچ بندیدو باوجود بریښنا نه ده روانه شوې، یوسف رضا ګیلاني، حیدر ګیلاني او عبدالقادر ګیلاني په کور کې موجود وو.