په لاهور کې د پنجاب د پخواني ګورنر او د سينئر وکيل لطيف کهوسه په کور ډزې کوونکی تورن نيول شوی دی.
باغي ټي وي رپورټ
ډي آئي جي انويسټېشن لاهور کامران عادل په خپل دفتر کې بيړنۍ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل چې نيول شوي ملزم محسن د پي ټي آئي د مشر زبير نيازي په امر د لطيف کهوسه په کور ډزې کړي دي د کومي لپاره چې لس لکه روپۍ فنډ ټاکل شوي دي. ۱ لاکه روپۍ وړاندې
ډي آئي جي انويسټيګيشن وويل ملزم پخوا هم د ډزو په 14 مقدمو کې مطلوب ؤ، د ملزم راتلونکی هدف بيرسټر اعتزاز احسن ؤ، ملزم محسن عرف لمبا د ملت پارک د سمن آباد سيمې اوسېدونکی دی.
د کامران عادل په وینا، تورن د وکیلانو او حکومت ترمنځ د اړیکو د خرابولو لپاره کارول کیده.
ياده دې وي چې د جون په شپاړسمه نېټه د پنجاب د پخواني ګورنر لطيف کهوسه ډرائيور لاهور کښې په خپل کور کښې د نامعلومه کسانو لخوا په ډزو ژوبل شوې وو