د مونسون نه وړاندې باران د سندهـ پورې غځېدلی او د کراچۍ په مختلفو سيمو کې د شپې ناوخته باران شوی دی.
باغي ټي وي رپورټ
په ملیر، نارتھ کراچۍ، نیو کراچۍ، نارتھ ناظم آباد، ناظم آباد او دستګیر کښې باران شوے دے.
دې نه علاوه د سندهـ په نورو ښارونو سکر، جيکب آباد، ميرپورخاص، بدين، گولارچي او تندوباگو کې د تيزو هواګانو او باران ريکارډ شوى دى.
د موسمياتو محکمې ترمخه د جون تر ۳۰مې نيټې پورې د سندهـ په مختلفو سيمو کښې د باران امکان دے.
بلخوا د ملاکنډ ښار ملکه کوهسار مری، ګجرات او بیلا هم باران شوے دے.
د موسمیاتو محکمی وینا ده چی نن به اسلام آباد، پنجاب، بالائی خیبر پختونخوا، ختیز بلوچستان، ګلګت بلتستان او کشمیر کښي په یو ځنی ځایونو د باران امکان دی.
بل اړخ ته په صوابئ کښي د باران له وجي د يو کور چت راپريوتو له وجي دوه ماشومان مړه او پنځه ژوبل شوي دي۔