باغي ټي وي رپورټ
د کراچۍ په صدر سيمه او شاوخوا سيمو کې د بوهري جماعت غړو په طاهري جومات کې د اختر لمونځ ادا کړ او بيا يې د سنت ابراهيمي د ادا کولو لپاره څاروي قرباني کړل.
د اختر د لمانځه په مناسبت سخت امنيتي تدابير نيول شوي وو او طاهري جومات ته غځېدلې لارې تړل شوې وې.
د دې تر څنګ د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او خلیجي هېوادونو په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نن لوی اختر لمانځل کېږي.










Leave a Reply