د سعودي د احصایې اداره وايي، سږ کال د حاجیانو شمېر تر اټکل ډېر کم دی.

0
119

باغي ټي وي رپورټ

د عرب ميډيا له مخې د سعودي د حج او عمرې وزير ډاكټر توفيق الرابعه ويلي چې سږ كال (1444هجري) كال د حج په فريضې كښې د نړۍ له 150 نه زياتو هېوادونو څخه 1.845 زره 45 زنانه او زنانه حاجيانو برخه اخستې وه چې په دغه حج كښې ټول بريالي شوي وو۔ حاجيان د سهار په لسو بجو عرفات ته رسېدلي وو.

تمه وه چې سږ کال به تر ۲.۵ میلیونه زیات حاجیان حج وکړي د سعودي د احصایې انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې د کورونا محدودیتونو له بشپړ ختمیدو وروسته له ۲.۵ میلیونو څخه د زیاتو حاجیانو تمه کیده.

څو ورځې وړاندې د سعودي د حج او عمرې وزارت یوه چارواکي وړاندوینه کړې وه، چې که کارونه له پلان سره سم پرمخ ولاړ شي، نو سږ کال به د تاریخ تر ټولو لوی حج ​​ترسره شي، چې سږ کال به د حاجیانو شمېر له ۲۵ لکو څخه زیات شي.

د راپور له مخې له ټولې نړۍ څخه څه دپاسه ۱.۶ میلیونه حاجیان د عرفې له ورځې مخکې د حج فریضې ادا کولو لپاره حجاز ته رسیدلي دي.

۲.۵ میلیونه حاجیانو په ۲۰۱۹ کال کې د کرونا له ناروغۍ مخکې په حج کې ګډون کړی وو.
د يادونې وړ ده، چې د کرونا تر خپرېدو وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې ۲،۵ ميليونه حاجيانو په حج کې برخه اخيستې وه، خو له کرونا وروسته په ۲۰۲۰ کال کې يوازې ۱۰ زره حاجيانو ته د حج کولو اجازه ورکړل شوې وه.

Leave a reply