د ملاکنډ تحصیل بټخیله کښې د تعلقاتو په سر د ډزو په نتیجه کښې د یوې کورنۍ نهه کسان مړه او دوه ژوبل شوي دي.

0
61

باغي ټي وي رپورټ

پوليس وائي چي په ډزو کښي مړه شوي کسانو کښي دري زنانه او شپږ نارينه شامل دي، مړي ئي د پوسټ مارټم لپاره بټ خيله هسپتال ته رسولي دي۔

دپوليسو وينا ده چې وژل شوي ټول کسان په خپل کور کې ويده وو چې نامعلومه کسان يې کور ته ننوتلي او ډزې يې پرې کړي دي.

پوليس وايي، تورن کسان د قربانيانو خپلوان دي او پېښه د کورنۍ شخړې له امله رامنځته شوې ده.

Leave a reply