د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د ايكنك غونډه كښې د اربونو روپو په لګښت د يو شمېر پرمختيائي پروژو منظوري وركړې شوه۔

0
106

باغي ټي وي رپورټ

د خزانې وزارت د اعلاميې له مخې ايكنك د 194 ارب 62 كروړه روپو په لګښت د سېلاب تحفظ لپاره د قومي منصوبې منظوري وركړې ده، په دې منصوبه به 10 ارب 86 كروړه روپۍ د بهرنۍ مالي مرستې په توګه لګولې شي۔

د موخي – فروش لنک کانال په ذريعه د سندهـ تورکول ته د اوبو رسولو د منصوبې منظوري هم ورکړل شوه، په دې منصوبه به د ۱۲ اربه روپو نه زيات لګښت راځي، د دې منصوبې لاندې به د بجلۍ پېداوار او آبپاشي لپاره ۲۲ کيوسک اوبه ورکول کېږي.

د ایکنک په غونډه کې د کوچي کینال پروژې منظوري هم ورکړل شوه چې په دې به 8 ارب 28 کروړه روپۍ لګښت راځي.

ايکنيک د ملک په 36 ضلعو کې ماشومانو کې د خوارځواکۍ مخنيوي لپاره د منصوبې منظوري هم ورکړه په داسې حال کې چې د 36 کلوميټره اوږد سنده کوسټل هائي وے جوړولو منظوري هم ورکړل شوه، په دې منصوبه به د 16 ارب 20 کروړه روپو لګښت راځي او دغه منصوبه به د پي ايس ډي پي له لارې بشپړه شي.

ایکنک د لاهور، سیالکوټ موټروې نرنګ منډي او نارووال لینک جوړولو د منصوبې منظوري هم ورکړې ده، پنجاب او وفاقي حکومت به پنځوس فیصده فنډونه لګوي.

د خزانې وزير په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې له سانګره نه د نېشنل هائي وے اين 5 جوړولو د منصوبې منظوري هم وركړې شوه٬ د منصوبې نظريه لګښت به 12 ارب 52 كروړه روپۍ وي۔

Leave a reply