سي ټي ډي د لوي اختر په موقع د ترهه ګرۍ يوه لويه منصوبه ناکامه کړې ده

0
188

باغي ټي وي رپورټ

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ریاست (CTD) د معلوماتو له مخې، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې د یوې ښځې په ګډون ۹ تنه ترهګر نیول شوي دي.

د سي ټي ډي ترمخه ملتان، بهاولپور او ډيره غازي خان کښې د استخباراتي معلوماتو په اساس عمليات شوي چې پکښې د ټولو نيول شوؤ ترهګرو تعلق کالعدم تنظيم سره دے.

د سي ټي ډي وينا ده چې په نيول شوؤ ترهګرو کښې عدنان، عبدالحليم، شيراز، بلقيس، عمر بن خالد شامل دي، نيول شوې ښځه د داعش نيټ ورک فعاله ده، د ترهګرو نه د لاسي بمونو او خودکش واسکټ جوړولو سامان هم برآمد کړے شوے دے۔

د سي ټي ډي وينا ده چې ترهګرو د اختر په ورځ د ترهګرې منصوبه بندي کوله، چې په ضد يې مقدمې درج کړې شوې او پلټنې پيل شوې دي.

Leave a reply