د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د نشه يي توکو د توليد او قاچاق زياتوالى رد کړ

د دغه راپور له مخې، افغانستان په سیمه کې د میتامفیتامینونو یو له سترو تولیدونکو څخه دی او د اپینو د کښت کموالی کولی شي تولیدونکي د مصنوعي نشه یي توکو د تولید لامل شي.
د ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو لړ ټویټونو کې له افغانستان څخه د نړۍ بازارونو ته د میتامفیتامینونو د تولید او قاچاق د زیاتوالي خبره رد کړه او هغه یې له حقیقته لرې وبلله.
(2023 / 6 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د نشه یي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر د راپور په اړه غبرګون ښودلی او د دغه راپور ځینې برخې یې رد کړې دي.
په دغه راپور کې چې پرون (دوشنبه، د سرطان ۴مه) خپور شو، ویل شوي چې افغانستان به په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ ۸۰ سلنه تریاک تولید کړي وي.
د دغه راپور له مخې، افغانستان په سیمه کې د میتامفیتامینونو یو له سترو تولیدونکو څخه دی او د اپینو د کښت کموالی کولی شي تولیدونکي د مصنوعي نشه یي توکو د تولید لامل شي.
اړوند موضوعات:
نیمروز او بدخشان کې د نشه یي توکو درې کارخونې امنیتي ځواکونو کشف او له منځه وړي او ۲۲ تنه یې نیولي.