د امریکا متحده ایالات وايي چې په هند کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په اړه به انديښنې ته دوام ورکړي.
باغی ټي وي رپورټ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیس میلر د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی.
ده ووئيل د څو كلونو راهسې د پاكستان اولس د ترهه ګرۍ نه ډېر متاثره شوي او باور لري چې پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد ډېر ګامونه پورته كړي دي۔
میتیو میلر وویل چې هند او پاکستان څخه غوښتنه کیږي چې د کنټرول لاین (ایل او سي) سره اوربند ته دوام ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، پاکستان غواړي د لشکر طیبه، جیش محمد او د هغوی د نورو فرعي ډلو په ګډون پر ټولو ترهګرو ډلو د بندیزونو د یقیني کولو لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.
هغه وویل چې په دې برخه کې له پاکستاني چارواکو سره په دوامداره توګه تماس کې دی چې د ۲۰۲۳ کال د ترهګرۍ ضد خبرو برخه وه.
د هند په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي چې هند د بشري حقونو په اړه اندېښنې راپورته کوي، د امریکا ولسمشر جوبایډن هم په خپل خبري کنفرانس کې دا مسله راپورته کړه.