تر اوسه د کوټلي ولسوالۍ ۱۶۶ ځوانان د یونان د کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې لادرکه شوي دي.
باغی ټي وي رپورټ
د ميرپور پوليس ډپټي انسپکټر جنرل (ډي آئي جي) خالد محمود چوهان وئيلي دي چې د يونان د کشتۍ په پيښه کې د لادرکه شوو 88 نورو ځوانانو د والدينو سره تماس نيولی شوی او د سيمې په کچه د خلکو په مرسته د 50 نورو لادرکه ځوانانو معلومات راټول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې له پېښې سمدستي وروسته د ٢٨ ورک شويو ځوانانو له کورنيو سره اړيکه ټينګه شوې، چې تر اوسه له کوټلي څخه د ١٦٦ ځوانانو د ورکېدو پخلى شوى دى.
ډي آئي جي ميرپور وېره څرګنده کړې ده چې په يونان کې د لادرکه شويو ځوانانو شمېره نوره هم زياتېدای شي.
هغه وويل، چې د قانون له وېرې يې وارثان مخ ته نه ځي، له خلکو يې د همکارۍ غوښتنه وکړه، د ورک شوي ځوانانو پلرونه دې پوليسو ته معلومات ورکړي، موږ به ورسره مرسته وکړو.
هغه وويل چې يو شمېر ورک شوي ځوانان اوس هم د يونان په زندان کې دي او يو شمېر يې تر څېړنو لاندې دي.
د یادولو وړ ده چې د کډوالو کښتۍ چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه اروپا ته ولاړ شي د جون په ۱۴ مه د یونان سواحلو ته نږدې ډوبه شوه.
په لومړي سر کې د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۷۸ کسان وژل شوي وو، چې وروسته د ۴ نورو جسدونه وموندل شول، چې له دې وروسته د مړو شمېر ۸۲ ته ورسېد او ۱۰۴ تنه یې وژغورل شول، چې ۱۲ تنه یې د پاکستان دي.
په کښتۍ کې شاوخوا ۷۵۰ تنه پاکستاني، مصري، سوريايي او نورو هیوادونو کډوال سپاره وو.
دکورنيو چارو وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې تر دې مهاله په کشتۍ کې سپاره پاکستانيانو شميره 350 ده په داسې حال کې چې 281 کورنيو سره تماس نيولى دى چې کيدى شي دهغوي ماشومان په دغه پيښه کې وژل شوي وي.