په دوبۍ کې دپيپلز پارټۍ اؤ مسلم ليګ (ن) دپوځ دمشرانو ترمينځ ترسره شوؤ ملاقاتونو دننه کيسه مخې ته راغلې ده.

باغی ټي وي رپورټ
دسرچينو له مخې پيپلز گوند مسلم ليگ(ن) څخه دپنجاب پشمول نورو صوبو کې د څوکيو غوښتنه کړې ده.
سرچينې وائي چې شهباز شريف به له لندن څخه دوبۍ ته هم رسيږي اؤ په راتلونکو ناستو کې به هم ګډون کوي، دبئي په غونډه کې به د نگران وزيراعظم نوم هم فائنل کيږي.
سرچينې زياته کړې، چې د دواړو ګوندونو له خوا به د همدې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو نېټه هم نهايي شي، په داسې حال کې چې د اسمبلۍ د دورې تر پاى ته رسېدو مخکې د اسمبلۍ د منحلولو پر موضوع به هم غور وشي.
دسرچينو له مخې په دغه غونډه کې دګډون لپاره به دمسلم ليگ(ج) ځينې مرکزي مشران دبۍ ته ځي، د پاکستان داستخباراتو اؤ دمسلم ليگ(گ) لخوا دتندلارو په شمير کې به هم خبرې اترې کيږي.
بلخوا په ابوظهبي کې د پاکستان د سياسي او اقتصادي حالاتو په اړه د پخواني وزيراعظم نوازشريف اوږده ملاقاتونه روان دي.پخواني صدر اصف علي زرداري او خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د مسلم ليګ نون مشرې مريم نواز سره ليدلي دي. مريم نواز تيره ورځ په خصوصي ملاقاتونو کې دپيپلز پارټۍ قيادت په اعتماد کې اخستى ؤ، نن شپه دپيپلز پارټۍ اؤ ليگي قيادت ترمينځ دليدنې امکان دى.