د استحکام پاکستان ګوند مشر عون چوهدري هم دوبۍ ته تللی.
باغی ټي وي رپورټ
عون چوهدري به په دوبۍ کې نواز شریف او آصف زرداري ته د خپل ګوند د مشر جهانګیر ترین مهم پیغام رسوي.
دوبۍ ته تللو نه وړاندې جيو نيوز سره خبرو کې عون چوهدري وويل دپي ټي ائي چيئرمين عمران خان اؤ پخوانى چيف جسټس ثاقب نثار د جهانګير ترين په ضد دترهه گرۍ سازش اصلي کردارونه دي اؤ يو مهم کس ددوي دخيليت پخلى کړى دى.
ده ووئيل چې د پي ټي آئي چيئرمېن د جهانګير ترين د قربانۍ بکره ګرځولې او د خپل اقتدار لپاره يې د سپريم كورټ نه د جهانګير ترين د نظر ثاني درخواست په ردولو كښې هم د عمران خان لاس وو۔
د يادونې وړ ده، چې د متحده عربي اماراتو ښار دوبۍ په دې ورځو کې د پاکستان د سياست په مرکز ګرځېدلې، چې د مسلم ليګ (ن) مشر او پخوانی لومړی وزير نواز شريف او د پاکستان د پيپلز ګوند لوړپوړي مشران په کې دي. په دې ورځو کې په دوبۍ کې.
پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري په دوبۍ کې د مسلم ليګ نون له مشرې مريم نواز سره ليدلي دي.
مريم نواز تيره ورځ په خصوصي ملاقاتونو کښې د پيپلز پارټۍ قيادت په اعتماد کښې واخستو، نن شپه د پيپلز پارټۍ او ليګ قيادت ترمينځه د ملاقات امکان دے.