په میلیونونو حاجیان چې د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته رسیدلي نن د تاریخ ترټولو لوی حج پیل کړ.

باغی ټي وي رپورټ
د يوې بهرنۍ خبري ادارې د رپورټ ترمخه سږ کال به د حج کوونکو شمير دوه ميليونو ته ورسيږي او پخواني ريکارډونه به مات کړي.
د حج په دغه ریکارډ جوړونکي شمیر کې هغه کسان هم شامل دي چې له ۱۶۰ هیوادونو څخه سعودي عربستان ته رسیدلي، نو د سږ کال حج په تاریخ کې تر ټولو لوی حج بلل کیدای شي.
سږ کال به د حاجیانو شمېر له ۲۵ لکو څخه زیات شي
د سعودي د حج او عمرې وزارت د چارواکو د وړاندوینې له مخې، که کارونه له پلان سره سم پرمخ ولاړ شي، نو سږ کال به په تاریخ کې تر ټولو لوی حج ووینو، چې شمېر به یې له ۲۵ لکو څخه زیات شي.
د راپورونو له مخې تر تېرې جمعې ورځې پورې له ټولې نړۍ څخه څه باندې ۱،۶ میلیونه حاجیان د حج د فریضې ادا کولو لپاره حجاز ته رسېدلي دي.
یو لک 57 زره پاکستانی حاجیان
سږ کال ۱۵۷ زره پاکستاني حاجیان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته رسیدلي دي، د پاکستاني چارواکو په وینا په منی کې د پاکستان د حج مشن دوه کیمپونه جوړ کړي دي.
زموږ په ۶۷ هوټلونو کې یوه کوټه هم خالي نه ده: سعودي سوداګر
د سعودي د یوه سوداګر په وینا د حج په روان موسم کې زموږ په ۶۷ هوټلونو کې یوه کوټه هم نشته.
له بلې خوا ۶۵ کلن مصري تبعه عبدالعظیم د طواف پر مهال ویلي، چې د ژوند تر ټولو ښکلې ورځې مې تیرې کړې، خوب مې پوره شو، د ۲۰ کلونو لپاره مې د حج فریضې ادا کولو لپاره ۶ زره ډالره سپما کړي دي.
د حج د مناسکو پیل
د حج مراسم نن پيل شول، حاجيان نن د مازديګر له لمانځه مخکې مينې ته رسېدلي دي.
د سه شنبې په ورځ به د فجر له لمانځه وروسته حاجیان له منی څخه میدان عرفات ته ځي، په داسې حال کې چې د حج اصلي رکن «وقوف عرفه» به د سه شنبې په ورځ ترسره شي.






