د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) سره د موافقې په امید نن د پاکستان سټاک ایکسچینج کې مثبت رجحان دی

0
117

باغی ټي وي رپورټ

د سوداګرۍ اونۍ په لومړۍ ورځ د سوداګرۍ له پرانستلو راهیسې د ونډو بازار کې د ښه والي رجحان لیدل شوی.

د کاروبار په مهال د پاکستان سټاک ایکسچینج 100 انډیکس د 1015 پوائنټونو په زیاتوالی سره 41,080 ته رسیدلی دی.

د تېرې کاروباری اونۍ په پای کې د پاکستان سټاک ایکسچینج ۱۰۰ انډیکس په ۴۰ زره ۶۵ پوائنټونو بند شو

جیو نیوز سره خبرو کې د اقتصادي چارو کارپوه عبدالرحمن وویل چې د پیسو نړیوال صندوق سره هوکړې ته د رسېدو په هیله د سټاک مارکیټ مثبت دی او دا تړون به اقتصاد ته د تمرکز وخت ورکړي.

د IMF پروګرام د بیا رغونې په وړاندې خنډونه لیرې شوي

د يادونې وړ ده، چې د پيسو نړيوال صندوق او پاکستان يوې وروستۍ هوکړې ته نږدې شوي، چې تمه ده ډېر ژر به رسمي اعلان شي.

دسرچينو ترمخه دپاکستان اؤ ائي ايم ايف ترمينځ دنهم کتنې اؤ دپروگرام بحالۍ په لاره کې موجود خنډونه لرې کړل شوي دي اؤ دغه پرمختګ په پاريس کې دملګروملتو دسازمان ترمينځ داړيکو اؤ ملاقاتونو په نتيجه کې شوى دى.

Leave a reply