په راولپنډۍ کې پر یوې دیارلس کلنې یتیمې نجلۍ د هغې د تره زوی له خپلو همکارانو سره ډله ییز جنسي تېری کړی او ویښتان یې پرې شوي دي. پوليسو د پېښې مقدمه درج کړې ده.

0
137

باغی ټي وي رپورټ

دپوليسو ترمخه دراولپنډۍ ښار دتهنې په ګلستان کالونۍ سيمه کې ددريوؤ ملزمانو لخوا په يوې 13 کلنې يتيم ماشومې ډله ييز جنسي تيري شوى اؤ دهغه ويښتان يې پرې کړي دي.

د پوليس ترمخه د مقتول نيکه وئيلي دي چي د ده 13 کلنه لمسي د کور سودا اخستلو لپاره بهر ته تللې وه چي ملزم سلمان د دوه نورو ملزمانو سره يو ځائي اغوا کړے او جنسي تيري ئي کړي دي او ملزمانو ئي د ماشومي د سر ويښتان هم پري کړي دي۔ ورکړ

سي پي او راولپنډۍ سيد خالد محمود همداني د پيښې نوټس اخستې او د ايس پي پوټوهر نه ئي رپورټ غوښتې او د ملزمانو فوري ګرفتارولو هدايات ئي جاري کړي دي۔

دپوليسو وياند ترمخه دپيښې شوې ماشومې طبي معاينه کيږي، ملزم سلمان نوميږي چې دهغه دتره خور دى چې دهغه دنيولو لپاره پلټنې روانې دي.

Leave a reply