باغی ټي وي رپورټ
په پاکستان کې د متحده ایالاتو سفیر ډونالډ بلوم د متحده ایالاتو او پاکستان “شنه اتحاد” له لارې د قوي دوه اړخیز اقتصادي ملګرتیا د ټینګولو لپاره کراچۍ ته سفر وکړ.
د امريکې سفير ډونلډ بلوم او قونصل جنرل تيريو د 247مې خپلواکۍ ورځې په مراسمو کې د سندهـ ګورنر کامران ټيسوري، وزيراعلي مراد علي شاه او نورو سياسي، سوداګريزو او مدني ټولنې مشرانو سره وکتل.
ډونلډ بلوم له وزيراعلي سره په ليدنه کې د پاکستان او امريکا ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاريو پراخولو او نورو ګډو لومړيتوبونو په اړه خبرې وکړې.
د امریکا سفیر د بهرنیو پانګوالو د سوداګرۍ او صنایعو خونې، امریکن بزنس کونسل او د صنعت له نورو مشرانو سره په لیدنه کې وویل چې د دوه اړخیز تجارت او پانګونې د ودې لپاره ژمن دی.
هغه وویل چې امریکا د پاکستان تر ټولو لوی دوه اړخیز تجارتي شریک او د پاکستان د مستقیمې بهرنۍ پانګونې یوه لویه سرچینه ده.
د امريکې سفير د جوائنټ میری ٹائم انفارمېشن کمانډ سنټر هم دوره وکړه او د کمانډر کمانډر COM کوسټ ريئر اېډمرل راجا رب نواز سره يې ملاقات وکړو، ملاقات کښې په سيمه کښې د سمندري امن او استحكام لپاره د ګډو مقاصدو په پرمختګ اتفاق وشو۔
د امريکې سفير ډونلډ بلوم کراچۍ ته د خپل سفر په موقع په بحري اکاډمۍ کې پيل شوې مشقونه هم وليدل.










Leave a Reply