پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري دوبۍ ته لاړو.
باغی ټي وي رپورټ
دسرچينو له مخې اصف زرداري په ځانگړې الوتکه کې کراچۍ ته روان شو. بل خوا د مسلم ليګ (ن) مشر او پخوانى وزيراعظم نواز شريف هم په دوبۍ کې موجود دى او هغه پرون دوبۍ ته رسېدلى دى.
نواز شریف ته د دوبۍ حکومت ځانګړی پروتوکول ورکوي.
نوازشريف به نن د شاهي کورنۍ او کاروباري ټولنې سره ليدنه کوي، مريم نواز به هم په دغه ليدنو کې د خپل پلار سره وي.
نواز شریف به په دوبۍ کې له پاتې کېدو وروسته ابوظهبي او سعودي عربستان ته ځي، نواز شریف به په سعودي عربستان کې له شاوخوا یوې اونۍ پاتې کېدو وروسته بېرته دوبۍ ته راځي.
سرچينې وائي دپاکستان دسياست مرکز به اوس مهال په دوبۍ کې پاتې شي چې دغلته به ديو شمير سياسي مشرانو دوره هم دوبۍ ته رسيدلې ده، تمه ده چې نوازشريف به په راتلونکو څو ورځو کې په دوبۍ کې دسياسي مشرانو سره ليدنې کوي.