د اسلامي امارت پلاوي سره د کابل مشرانو ملاقات
باغي ټي وي رپورټ
په کابل کښې یو شمیر سیاسي مشرانو د اسلامی امارت د سیاسي دفتر یو پلاوي سره ملاقات کړې ، د کابل مشرانو ته ډاډ ورکړې شوي او ورته ی ویلي دي چې هیچا سره به هم زورزیاتې و نه شي.
دا خبر د افغانستان اسلامی امارت د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په خپل ټویټر پانړه خپور کړې چې پکښې ښکاری چې د اسلامی امارت د سیاسي دفتر یو مشر شیخ شهاب الدین دلاور سره د کابل یو شمیر سیاسي مشرانو لیدنه کړې او په مختلفو مسلو او مشکلاتو ی سره خبرې کړي دي.
سیاسي مشرانو ته دا اوویل شو چې اسلامی امارت به یو داسې ښه نظام راوړي او جوړ به ی کړې چې هیڅ کوم وګړي سره به ظلم او زیاتې و نه شي او مونږ هم داسې نظام غواړو چې د قانون احترام وشي.
مشرانو ته دا خبره ښکاره کړې شوه چې اسلامی امارت داسې نظام راوستل غواړي چې فساد او ظلم نه وي پکښې او د ملک هر وګړي ته دا موقع په لاس ورشي چې د خپل ملک او قام خدمت په ښه توګه وکولې ش