لاهور هائي کورټ د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د چيئرمېن د انتخاب د ځنډولو لپاره د درخواست اورېدنه کړې ده.

باغي ټي وي رپورټ
لاهور هائي کورټ کښې د شيخ اقبال لخوا جمع کړې شوې درخواست کښې پي سي بي او وفاقي حکومت اړخونه جوړ کړې شوي دي۔
درخواست کښې دريځ خپل کړے شوے چې د پي سي بي چيئرمېن انتخاب لپاره به د جون په 27مه نېټه ټاكنې كولې شي، د ټاكنو ترسره كولو لپاره د بورډ آف ګورنر جوړول د پي سي بي د آئين خلاف كار دى۔
درخواست کښې استدعا شوې ده چې عدالت دې د پي سي بي د چيئرمين انتخاب ودرولو حکم ورکړي۔
د لاهور هائي کورټ جسټس ساجد محمود سيټهي به په 26 جون به د درخواست اورېدنه کوي۔
د پي سي بي وياند ترمخه د بورډ آف ګورنرانو ځانګړې غونډه به د نهې په ورځ ماسپښين دوه بجې نېشنل کرکټ اکاډمۍ كښې كېږي چې پكښې به غړي د بورډ آف ګورنرانو له جملې څخه مشر وټاكل شي۔
ياده دي وي چي د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د پي سي بي سرپرست نومول شوي ذکا اشرف د چيئرمېن څوکۍ لپاره قوي اميدوار دے په داسې حال کښې چې نجم سيټي د چيئرمېن چوکۍ نه ځان لرې کړے دے۔






