د ګلګت بلتستان د استور سيمې د دوشکان په ځنګل کې اور لګېدنه له تېرې ورځې راهيسې نه ده کنټرول شوې.

0
186

باغي ټي وي رپورټ

پرون د استور د دشکان په ځنګل کې اور لګېدلی چې په خپرېدو دی.

د اور لګېدنې له امله په زرګونو قیمتي ونې سوځیدلې دي او د ځنګلي ژوو د نایاب ژویو د زیانمنیدو ویره هم شته.

د ځنګلونو اداره او د ژغورنې نورې ډلې د ځایي خلکو سره د اور د کنټرول هڅه کوي.

د ځنګلونو د لرې والي او د سخت غرونو موقعیت له امله، د مرستې عملیات له ستونزو سره مخ دي.

Leave a reply