نوابشاه ته نژدې د دوو مسافر وړونکو بسونو د ټکر په پایله کې ۶ تنه مړه او ۴۱ تنه ټپیان شول.

0
212

باغي ټي وي رپورټ

پېښه کې چې د تیز رفتارۍ له امله رامنځته شوې، ژوبل کسان د تالقې هسپتال اورډ او د عوامي ميډيکل روغتون نوابشاه ته لېږدول شوي دي.

بل خوا د کوئټې نه ملتان ته روان مسافر کوچ کښې ناڅاپه اور لګیدلی دی.

د ليويز چارواکو په وينا پېښه کې کوم ځاني زيان نه دی اوښتی، مسافر کوچ کې د اور لګېدو له امله مسافر په وخت له واکه وتلي دي.

د لیویز وینا ده چې اور لګیدو له وجې کوچ په مکمله توګه سوزیدلی ولې مسافر کوچ کښې د اور لګیدو علت تر اوسه معلوم نه دی.

Leave a reply