د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) صدر او د پنجاب پخوانې وزيراعلي پروېز الهي د وفاقي تحقيقاتي ادارې (ايف آئي اے) د مني لانډرنګ په مقدمه کښې د ضمانت باوجود خوشې نه شو.

0
204

باغي ټي وي رپورټ

دسرچينو ترمخه پرويز الاهي رابکر ته نه رسيدو وروستو دکيمپ جيل څخه خوشې نۀ شي.

سرچينه زياتوي، چې د پوليسو ځواک او زغره وال موټر هم د کمپ له زندان بهر وتلي دي.

تېره ورځ مرکزي عدالت د پرويز الاهي ضمانت د لس زره روپو په ضمانت منظور کړ.

ياده دي وي چي ايف آئي اے د جون په 21مه نيټه د مني لانډرنګ کيس کښي چوهدري پروېز الهي ګرفتار کړے وو کله چي هغه د پنجاب اسمبلۍ کښي د غيرقانوني بھرتيو په مقدمه کښي د کرپشن ضد عدالت لخوا په ضمانت کښي خوشي کيدو وروسته له جيل نه خوشي شو۔

د پروېز الهي او مونس الهي خلاف د مني لانډرنګ دا نوې مقدمه د ايف آئي لخوا يوه ورځ وړاندې درج شوې وه.

پروېز الهي له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د فدرالي تحقیقاتو ادارې یو ځل بیا توقیف کړ.

Leave a reply