د متحده قومي موومنټ پاکستان کنوينر خالد مقبول صديقي وئيلي دي چې نن د لياقت آباد ايم اين اے او ايم پي اے حق پرست دي، څوک چې د بلديو نمائندګان دي هغه د لياقت آباد استازي نه دي۔

0
87

باغي ټي وي رپورټ

د کراچۍ په لياقت اباد سيمه کې يوې جلسې ته په وينا کې خالد مقبول صديقي وويل کومه جمهوريت چې د خلکو او فيوډال ضد وي هغه جمهوريت نه ګڼل کېږي.

هغه وويل نن دکراچۍ دبائيکاټ له امله دکراچۍ رد کړل شوي خلک ښاروال اؤ مرستيال ښاروال دي، که ته دکراچۍ زوي يې نو د١٥ؤ کالو حساب وکړه، دکراچۍ کومه شتمني چې لوټ شوې ده، نو اول يې واپس کړه. .

د ایم کیو ایم کنوینر خالد مقبول صدیقي زیاته کړه چې د کراچۍ پولیس او ډاکوان دواړه وارد شوي دي.

هغه زیاته کړه چې کراچۍ یو ځل بیا د هیواد تقدیر بدلولو لپاره د عمل میدان ته راځی

خالد مقبول وويل، يوازې د کراچۍ لياقت اباد د لاهور په پرتله زيات سيلز ټيکس ورکوي.

Leave a reply