د پيښور په شريف آباد سيمه کښې د ګيس ليکېج له وجې د چاودنې په نتيجه کښې يو درې منزله کور د خټو ړنګ شو۔

باغي ټي وي رپورټ
د ژغورنې چارواکي وايي، د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي، چې جسدونه يې را ايستل شوي او د يوې ښځې په ګډون دوه ټپيان هم له کنډوالو را ايستل شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
چاودنې له کور بهر یو موټر هم زیانمن کړی او د نږدې ودانیو ښیښې هم ماتې شوې دي.
د ژغورنې چارواکي وايي، چاودنه د ګازو د سلنډر د لیکې له امله شوې، چاودنه دومره زوروره وه چې ټوله ودانۍ یې ونړوله.
د ریسکیو 1122 چارواکو وینا ده چې د زنیرا، احمد او جلیل په نومونو د درې ماشومانو جسدونه د څو ساعتونو عملیاتو نه وروسته د ودانۍ نه را ایستل شوي چرته چې د چاؤدنې له امله کثافات پراته وو.






