د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وايي، چې د پيسو نړيوال صندوق (آي اېم اېف) سره د اسټاف په لیول معاهده کیږي نو بسم الله ده، که داسې نه وي نو وخت مو تیریږي .

باغي ټي وي رپورټ
د قومي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې اسحاق ډار وويل د وفاقي حکومت د لګښتونو تخمينه به 14 زره 480 اربه روپۍ وي، بجټ کې ښه والی راغلى او مالي خساره کې به د 300 اربه روپو ګټه وي.
ده ووئيل د پنشن تخمينه به 761 اربه روپو نه 801 اربه روپو ته غزولې شي، په راتلونكي مالي كال كښې د سبسډي تخمينه 1064 اربه روپۍ لګولې شوې ده٬ په بهرنۍ سرمايه كارۍ كښې كمې له وجې 213 اربه نوي ټكسونه لګول كېږي۔ . ده ووئيل مونږ به اوسني خرچ كښې 85 اربه روپۍ كمې كوو، دا كمې به نه په پي اېس ډي پي كښې كولې شي او نه به په تنخواګانو او پنشنونو باندې عمل كولې شي۔
د خزانې وزير وويل پاکستان د ائي ايم ايف ټول شرطونه پوره کړي او د آئي ايم ايف په ټولو ټکو يې عمل کړى دى.
اسحاق ډار وويل په روان مالي کال کې په حکومتي لګښتونو کې ١٥ فيصده کمى راغلى دى، د وفاق د پنشن په لګښتونو کې د اصلاحاتو سخت ضرورت دى، د وفاقي ملازمينو لپاره به مرسته کوونکې سکیم عملي کول پکار دي، د پنشن فنډ به جوړ کړل شي. راتلونکی مالي کال ترسره شو، د تقاعد فنډ لپاره د قواعدو او طرزالعمل په اړه کار پیل شو.
هغه زياته کړه، چې ډېرى لوړ پوړي مامورين له يو نه زياتو ادارو څخه تقاعد اخلي، ځينې کسان له درېيو ادارو څخه تقاعد اخلي، چې هېواد يې نه شي پوره کولاى، يو تن به له دې ادارې څخه تقاعد واخلي.
هغه وويل، غواړم ولس ته ووايم چې د مالي ستونزو لاملونه ډېر دي، د تېر حکومت د سياستونو له امله پر اقتصاد ناوړه اغېزې پرتې دي، اقتصادي اجنډا به پوره کړي او ژر به د هېواد د ٢٤م ستر اقتصاد مقام ترلاسه کړي. ډیر ژر به پاکستان په G20 کې شامل کړي.





