د بلوچستان په تربت سيمه کې د يوې ښځينه ځانمرگي بريد له امله د پوليسو يو افسر وژل شوی دی.

0
104

باغي ټي وي رپورټ

د ډپټي کمشنر ( ډي سي ) کيچ بشير بلديچ وينا ده چي په کمشنر روډ ځانمرگي بريد کښي يو پوليس اهلکار شهيد شوے او تربت کښي خودکش حمله کونکي يوه زنانه وه

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې يوه ښځينه پوليسه هم ټپي شوې او د امنيتي ځواکونو يو موټر هم زيانمن شوى دى.

د پوليسو چارواکو وئيلي دي چې دپيښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي او ډير زر به ملزمان پيدا کړي.

Leave a reply