د لاهور ځانګړې مرکزي عدالت د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) د پیسو مینځلو په مقدمه کې د تحریک انصاف د مشر او د پنجاب د پخواني وزیر اعلی چوهدري پروېز الهي ضمانت منظور کړی دی.

باغي ټي وي رپورټ
مرکزي خصوصي عدالت د چوهدري پرويز الهي د ضمانت درخواست په اړه فيصله اورولې ده. عدالت د پروېز الهي ضمانت د لس زره روپو په ضمانت منظور کړ.
پروېز الهي له نيول کېدو وروسته د خپل وکيل له لارې د ضمانت درخواست جمع کړ.
ياده دې وي چې ايف آئي اے د جون په 21مه نيټه د مني لانډرنګ کيس کښې چوهدري پروېز الهي ګرفتار کړے وو کله چې هغه د پنجاب اسمبلۍ کښې د غيرقانوني بھرتيو په مقدمه کښې د کرپشن ضد عدالت لخوا په ضمانت کښې خوشي کولو وروسته له جيل نه خوشي شو.
د پرويز الهي او مونس الهي خلاف د مني لانډرنګ دا نوې مقدمه يوه ورځ وړاندې ايف آئي اي درج کړې وه.
د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) پرویز الهي له زندانه تر خوشي کېدو وروسته یو ځل بیا نیولی دی.






