په ټول هیواد کې د تودوخې احتمال د نورمال څخه لوړ دی.

باغي ټي وي رپورټ
د موسمياتو محکمي ترمخه نن په بالائي او مرکزي پنجاب، اسلام آباد، بالائي خېبرپښتونخوا، ګلګت بلتستان او کشمير کښې د ورځې په مهال د تودوخې درجه د معمول نه زياته وي۔
د موسمياتو محکمي ترمخه د ګرمي شدت کښي د څلور نه تر شپږ درجو پوري اضافه کيدے شي ولي په سندهـ، جنوبي پنجاب او بلوچستان کښي د ورځي تودوخه د نورمال نه دوه نه تر څلور درجو زياته وي۔
د موسمياتو محکمې ترمخه تيره ورځ په نوکنډۍ کې د تودوخې درجه ٤٩ درجې، په لاهور کې ٤٢، سرګودها کې ٤٥، اسلام اباد کې ٤١، کراچۍ کې ٣٦، کراچۍ کې ٤٤ درجې، د تودوخې درجه لوړه شوې ده. پېښور او کوهاټ کې د تودوخې درجه ۴۰ درجې ثبت شوې ده.
د PDMA خبرتیا
د پي ډي ايم اے ترمخه نن نه به ملک کښې د باران نظام داخليږي د کومي له مخې به د نن شپې نه تر 30 جون پورې د ملک مختلفو برخو کښې د بارانونو امکان دې۔
پي ډي ايم اے وئيلي دي چي د لوي اختر په موقع به موسم خوشحاله وي






